د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې وسلوالو ۱ پولیس سرتېری وژلی دی


د خيبر پښتونخوا پوليس د ګزمې لپاره چمتووالی نيسي ـ پخوانی انځور
د خيبر پښتونخوا پوليس د ګزمې لپاره چمتووالی نيسي ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې وسلوالو د پولیسو یو سرتیری وژلی دی.

د ضلعې د پولیسو واند ظهیرخان اپریدي مشال راډیو ته چې د اپرېل پر ۲۱مه، مازیګر د لنډي کوتل په مرزیني غره کې وسلوالو پولیس سرتېری وویشت.

هغه وویل، هغه سرتېری امین خان نومېده او د ضلعې د سپېشل برانچ څانګې سره یې کار کوه.

پولیس وایي د پېښې پلټنې کوي او په سیمه کې یې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په خیبر پښتونخوا کې د تېرو څو کلونو راهیسې پر امنیتي سرتېرو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې( سي ټي ډي) په وروستي رپورټ کې ویلي چې چې د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو دریو میاشتو کې پر پولیسو ټولې ۵۹ حملې شوې دي چې پکې ۴۹ پولیس وژل شوي او ۴۸ ژوبل دي.

سي ټي ډي وايي چې په ټولیز ډول د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې ټول ۱۳۱ وسلوال فعالیتونه وشول چې پکې هدفي او نورې حملې او بمي چاودنې شاملې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG