د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیو زیلینډ په څلورمه ۲۰ اووره سیالۍ کې پاکستان ته په ۴ منډو ماتې ورکړه


د اپرېل پر ۲۵مه په لاهور کې د پاکستان پرضد د لوبې له ګټلو وروسته د نيو زيلينډ لوبغاړي خوشالي کوي.
د اپرېل پر ۲۵مه په لاهور کې د پاکستان پرضد د لوبې له ګټلو وروسته د نيو زيلينډ لوبغاړي خوشالي کوي.

د نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې په څلورمه ۲۰ اووره سیالۍ کې پاکستان ته په څلورو منډو ماتې ورکړه.

د اپرېل پر ۲۶مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې لومړۍ توپوهنه (بیټېنګ) نيو زيلينډ وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په زيان ۱۷۸ منډې وکړې.

د نيو زيلينډ په لوبډله کې ټېم رابېنسن ۵۱ منډې وکړې. بل خوا د پاکستان توپ اچوونکي عباس اپرېدي درې لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې پاکستانۍ لوبډلې په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۷۴ منډې وکړې.

د پاکستان فخر زمان ۶۱ منډې وکړې. اخوا د نيو زيلينډ وېليیم اورورک د پاکستان درې او بېن سيېرز دوه لوبغاړي وسوځول.

تر دې وړاندې د پینځو ۲۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه پاکستان او درېيمه یې نيو زيلينډ ګټلې وه، خو د اپرېل پر ۱۸مه لومړۍ سیالي د باران له امله بې نتیجې پای ته رسېدلې وه.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ وروستۍ سيالي د اپرېل پر ۲۷مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG