د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ (کمېتي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) په افغانستان کې د طالبانو له زندانه د درو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
سي پي جې، چې مرکزي دفتر يې په نيويارک کې دى، د اپرېل پر ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې اسماعيل سعادت، وحيد الله معصوم او احسان الله تسل د اپرېل پر ۲۲مه په خوست ولايت کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست کارکوونکو نیولي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ ټينګار کړی چې هغه خبریالان باید سمدستي او بې له شرطه خوشې شي.
سرچینو سي پي جې ته ویلي چې هغه درې خبریالان د اختر په ورځو کې د موسیقۍ د نشر او له ښځو اورېدونکو سره د خبرو په تور نیول شوي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو همداراز غوښتي چې د افغانستان له ټولو خبریالانو سره ناوړه چلند ودروي.
طالبانو لا د هغو خبریالانو د نیولو او د سي پي جې د څرګندونو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.