د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا اوکراین ته د هوايي دفاع نظام پياوړي کولو لپاره توغندي ورکوي


امریکا وایي دا توغندي وار له مخه اوکراین ته ورکړل شوي پیټریټ هوایي دفاعي نظام کې شاملېږي ـ انځور له ارشیفه.
امریکا وایي دا توغندي وار له مخه اوکراین ته ورکړل شوي پیټریټ هوایي دفاعي نظام کې شاملېږي ـ انځور له ارشیفه.

د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن ویلي چې اوکراین ته د دفاع هوایي نظام لپاره پیټریټ میزایل ورکوي.

هغه د اپرېل پر ۲۶مه د اوکراین د دفاعي رابطې ډلې تر غونډې وروسته وویل چې دا د امریکا لخوا اوکراین ته د شپږ اربه ډالرو اضافي مرستې د یوې برخې په توګه ورکول کېږي.

اسټن په اعلان کې وویل چې دا توغندي وار له مخه اوکراین ته ورکړل شوي پیټریټ هوایي دفاعي نظام کې شاملېږي.

دا له هغې وروسته ده چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د رابطې ډلې له هېوادونو څخه وغوښتل چې اضافي دفاعي نظام دې ورته برابر کړي ترڅو د روسیې د نورو توغندیو بریدونو پروړاندې دفاع وکړل شي.

د پیټریوټ توغندیو سربیره د شپږ اربه ډالرو مرسته کې ملي پرمختللي له ځمکې هوا ته د توغندیو سیسټمونو (ناسامز) لپاره نور مهمات او اضافي تجهیزات شامل دي.

زېلېنسکي د اپرېل پر ۲۶مه د اوکراین د دفاعي تماس ډلې په انلاین غونډه کې د امریکا لخوا جوړ شوي پیټریټس هوایي دفاع سیسټمونو لپاره د اوکراین د ضرورت خبره راپورته کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG