د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عرب ته ځي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ـ پخوانی انځور.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ـ پخوانی انځور.

د پاکستان وزيراعظم د نړيوال اقتصادي فورم (ډبلیو اي اېف) په ځانګړې غونډه كې د ګډون لپاره سعودي عرب ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې شهباز شریف د اپرېل پر ۲۷مه سفر کوي. هغه غونډه د اپرېل پر۲۸ مه او ۲۹مه كېږي.

د وزارت تر مخه نوموړي ته د سعودي عربستان لومړي وزیر او ولیعهد محمد بن سلمان او د نړیوال اقتصادي فورم اجرایوي رییس پروفیسر کلاوس شواب بلنه ورکړې ده.

له وزيراعظم سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د خزانې د وزير محمد اورنګزېب په ګډون لوړ پوړی پلاوی سفر کوي. دا له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې سعودي عربستان ته د شهباز شریف دویم سفر دی.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي دي چې وزيراعظم او وزيران به د تجارت، سرمايه کارۍ د نوي چوکاټ، انرژۍ او نورو اقتصادي موضوعاتو په اړه د اقتصادي فورم په بحثونو کښې برخه اخلي.

بیان زیاتوي چې د اپرېل پر ۲۸مه په ریاض کې د غزې په اړه یوه غونډه جوړېږي چې د فلسطین نوی ټاکل شوی وزیراعظم محمد مصطفی، د مصر صدراعظم مصطفی مدبولي او د غزې تړانګې لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي سیګرید کاګ به په کې هم ګډون وکړي.

د ترکیې، اردن او مصر د بهرنیو چارو د وزیرانو تر څنګ د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیجورن او د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیرباک په هغو بهرنیو دیپلوماتانو کې شامل دي چې د غزې په اړه د خبرو اترو لپاره ریاض ته سفر کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG