د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو ولسي سندرغاړی فضل وحيد وفات شوی دی


د فضل وحید استاد پخوانی انځور.
د فضل وحید استاد پخوانی انځور.

د ټپې او چاربیتی ویونکی مشهور ولسي سندرغاړی فضل وحید (وید) استاد د ورپېښې ناروغۍ له له امله وفات شوی دی.

فضل وحید استاد څو کاله وړاندې مشال راډیو ته ویلي ول چې د ټپو، چاربیتو او داستانونو تر ۴،۰۰۰ زیاتې کیسټې یې ډکې کړي دي.

د ساپو قامي مشر ملک ګل شاه ساپي مشال راډیو ته وویل چې د فضل وید استاد جنازه د اپرېل پر ۲۸مه د ساپو په زیارت کلي کې کېږي. ساپي وویل چې د فضل وحید عمر تر ۸۰ کلونو زیات وو او هغه له تیرې څه مودې نه ناروغه وو.

فضل وحید استاد په ژوندوني مشال راډیو ته په مرکه کې ویلي ول چې د جمال سنګر، عیوض خان مومند او نذیر خوئیزې مومند شعرونه یې زیات ویلي دي.

ګل شاه ساپي وویل چې فضل وحید استاد په پېښور کباړي بازاد کې دېره لرله او پخپله په مومندو کې اوسېدو چې لېدو ته به یې سندرغاړي له پېښور، باجوړ، کونړ او د افغانستان له نورو سیمو ورتلل او محلفونه به یې کول.

ساپي وویل فضل وحید استاد په ټپو او چاربیتو کې د ژوند او وطن سره د مینې سندرې زیاتې ویلی نو ځکه خلکو خوښولو.

چاربیته د پښتو شاعرۍ ځانګړی صنف دی. په پخوا وختونو کې شاعرانو چاربیتی زیاتې لیکلي او سندرغاړو به په حجرو کې د ټپو ترڅنګ چاربیتې هم زمزمه کولې، خو د تېرې اوږدې مودې راهیسې د چاربیتی لیک کم شوی دی او شاعرانو غزل او ازاد شعرونو ته مخه کړې ده. دا راز د پښتو په اوسني دور کې زیاتره سندرغاړي غزلې، سندرې او ټپې زمزمه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG