د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن ممبۍ انډيينز او کلکته نایټ رایډرز سیالي لري


د مې پر دویمه د سنرایزرز حیدراباد لوبغاړي راجستان رایلزته تر ماتې وروسته خوشالي کوي.
د مې پر دویمه د سنرایزرز حیدراباد لوبغاړي راجستان رایلزته تر ماتې وروسته خوشالي کوي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې ممبۍ انډيينز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د ممبۍ په لوبغالي کې د مې درېیمې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي. تر دې یوه ورځ مخکې سنرایزرز حیدراباد راجستان رایلز ته په یوه منډه ماتې ورکړه.

د حیدراباد په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ سنرایزز حیدراباد وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د درو لوبغاړو په زیان ۲۰۱ منډې وکړې.

د راجستان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۰ منډې وکړای شوې او سیالي یې وبایلله.

په ای پي اېل کې تر اوسه پورې د شویو سیالیو د پایلو له مخې، راجستان رایلز پر لومړي، کلکته نایټ رایډرز پر دویم، لکنو سوپر جاینټس پر درېیم او سنرایزرز حیدراباد لوبډله پر څلورم مقام ده.

داراز، پینځم ځای چېنای سوپر کېنګز او دلي کیپېټلز شپږم مقام ترلاسه کړی دی. د مې پر څلورمه ګجرات ټایټنز او رایل چیلېنجرز بنګلور لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي. د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG