د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کروندګر "د غنمو د مافیا" پر ضد احتجاج کوي


ګروندګر وایي سږکال یې ښه غنم شوي خو حکومت له بهره غنم وارد کړل چې ورسره نرخونه ډېر ټیټ شول ـ انځور له ارشیفه.
ګروندګر وایي سږکال یې ښه غنم شوي خو حکومت له بهره غنم وارد کړل چې ورسره نرخونه ډېر ټیټ شول ـ انځور له ارشیفه.

د پاکستان کروندګرو اتحاديې د هېواد په کچه د غنمو د روان بحران په اړه د حکومتي اقداماتو او د دوی په وینا "د غنمو د مافیا" پرضد د احتجاج پیلولو اعلان کړی دی.

د مې پر پینځمه د کسان اتحاد پاکستان مشر خالد کهوکهر په ملتان کې خبري غونډې ته وويل چې د کروندګرو له بېلا بېلو ډلو سره يې تماس نيولی او د زراعت ژغورلو لپاره د مې له ۱۰مې څخه له ملتانه احتجاج پیلوي.

نوموړي پر پخواني نګران حکومت تور پورې کړ چې د غنمو په وارېدلوو يې د پاکستان خزانې ته نېږدې ۲۷۷ اربه روپیو تاوان رسولی دی. خو د مې پر څلورمه پخواني نګران وزیراعظم انوارلحق کاکړ ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې دا تور رد کړی وو.

کهوکهر همداراز زیاته کړې چې د حکومت لخوا د غنمو ټاکلې بیې نه مني. د پاکستان حکومت ويلي چې له کروندګرو به ۴۰ کيلوګرامه غنم په ۳۹۰۰ روپۍ اخلي چې کروندګر وايي‌دا پیسې ډېرې کمې دي.

په پاکستان کې له تېرو شاوخوا دوو اوونيو راهیسې کروندګر احجاجونه کوي او وايي چې سربېره پر دې چې په پاکستان کې د غنمو ښه فصل شوی وو، پخواني نګران حکومت له بهر هېوادونو څخه تر درې مېلينونه مېټرک ټنه زیات غنم درامد کړي ول چې له کبله يې په بازار کې د دوی د غنمو بیې راپرېوتې دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کروندګرو د تورونو د پلټنو لپاره پلټینزه کمېټۍ جوړه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG