د فلسطيني اسلامي ډلې حماس وسلوالې څانګې له سره په کیریم شالوم لاره د شوي برید ذمه واري منلې ده.
حماس چې امریکا او اروپايي ټولنې ترهګره ګرځولې ده، د مې پر پینځمه یې پر اسراییلي پوځیانو د میزایلو برید کړی وو. اسراييل وايي چې په دې حمله کې يې درې سرتېري وژل شوي دي. د اسراييلو پوځ وايي چې د جنوبي غزې له رفح څخه د تېرېدونکې لارې پر لور ۱۰ توغندي وتوغول شول.
د دوی په خبره، دا لاره اوس د ساحلي حصار سيمې ته د مرستو رسونکو ټرکونو پر مخ تړل شوې ده. البته نورې لارې خلاصې دي. حماس ويلي دي چې له لارې سره نېږدې يې د اسراييلو پر پوځي اډه توغندي توغولي دي، خو دا يې نه ده تاييد کړې چې له کوم ځای څخه توغولوی دي.
دا په داسې حال کې ده چې د مصر په مرکز قاهره کې په غزه کې د اوربند لپاره د مذاکراتو بهیر روان دی. هغه مذاکرات د قطر، مصر او امریکايي مینځګړتوب ترسره کېږي.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.
تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شوي دي. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په جګړه کې لسګونه زره فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.