د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن د چېنای سوپر کېنګز او ګجرات ټایټنز ترمینځ سیالي کېږي


د رایل چیلنجرز بنګلور لوبغاړي د مې پر نهمه خپله بریا لمانځي.
د رایل چیلنجرز بنګلور لوبغاړي د مې پر نهمه خپله بریا لمانځي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په لړ کې د چېنای سوپر کېنګز او ګجرات ټایټنز لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي.

د ګجرات په نرېندرا مودې لوبغالي کې د مې ۱۰مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې رایل چیلېنجرز بنګلور پنجاب کېنګز ته په ۶۰ منډو ماتې ورکړه. د هېماچل پردېش په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ د بنګلور لوبډلې وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په زیان ۲۴۱ منډې وکړې.

د بنګلور وېرات کوهلي ۹۲، رجت پټېدار ۵۵ او کیمرون ګرین ۴۶ منډې وکړې. د پنجاب هرشل پټېل درې او وېدوات کوېرپا دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د پنجاب کېنګز لوبډله په ۱۷ اوورونو کې په ۱۸۱ منډو وسوځېده. رایلي روسو ۶۱ او ششانک سېنګ ۳۱ منډې وکړې. د بنګلور محمد سراج درې او سوپنیل سېنګ او لاکي فرګوسن دوه، دوه وېکټې واخیستې.

په ای پي اېل کې تر اوسه پورې د شویو سیالیو د پایلو له مخې، کلکته نایټ رایډرز پر لومړي، راجستان رایلز پر دویم، سنرایزرز حیدراباد پر درېیم او چېنای سوپر کېنګز لوبډله پر څلورم مقام ده. داراز، پینځم ځای دلي کیپېټلز او لکنو سوپر جاینټس شپږم مقام ترلاسه کړی دی.

د مې پر ۱۱مه کلکته نایټ رایډرز او ممبۍ اڼدیینز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG