د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران په يو روغتون کې د اور لګېدو پېښه کې ۹ کسان وژل شوي


د ايران په شمال کې د قايم په نوم شخصي روغتون ـ پخوانی انځور
د ايران په شمال کې د قايم په نوم شخصي روغتون ـ پخوانی انځور

ایراني رسنۍ وايي چې د هېواد په شمال کې د رشت سیمې په یو شخصي روغتون کې د اور لګېدو په پېښه کې نهه کسان وژل شوي دي.

د ایرانیو رسنیو د خبر له مخې، په وژل شويو کې ځينې هغه ناروغان هم دي چې تر جدي طبي څارنې لاندې ول.

د ګیلان طبي پوهنتون مشر محمد تقي اشوبي د جون پر ۲۰مه ویلي دي چې په قايم روغتون کې اور د جون پر ۱۸مه لګېدلی وو چې پکې د وژلو شمېر نهو ته رسېدلی دی.

چارواکو ويلي چې د اور لګېدو پر وخت په روغتون کې شاوخوا ۱۴۰ ناروغان ول چې ۱۲۰ پکې ژوبل شوي دي.

د رشت د اور وژنې ادارې چارواکو ويلي چې د درو ساعتونو تر هڅو وروسته يې اور وواژه.

چارواکو يا د روغتون مشرانو تر اوسه د اور لګېدو د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

قایم روغتون په ۲۰۱۳ز کال کې جوړ شوی وو چې له ګیلان طبي پوهنتون سره تړاو لري. په هغه ۲۵۰ بستريز روغتون کې د بېلا بېلو ناروغيو درملنه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG