په چین کې د یوې لویې لارې د یوې برخې د ړنګېدو له امله ۳۶ کسان وژل شوي دي.
فرانس پرېس اژانس د مې پر دويمه د چین د دولتي اژانس شینهوا په حواله خبر ورکړی دی چې په هغه پېښه کې شاوخوا ۳۰ کسان ژوبل شوي هم دي.
په ګوانګ ډانګ ولایت کې هغه لویه لاره د یوې تپې په لمن کې تېره شوې چې د مې پر لومړۍ نېټه یې په ښویېدو شاوخوا ۱۸ ګاډي کندې ته لوېدلي دي.
اژانس د دولتي رسنیو په حواله وايي چې د لویې لارې یوه برخه د سختو بارانونو له وجې ړنګه شوې ده.
په راپورونو کې راغلي چې مرګژوبله ځکه زیاته ده چې یوشمېر ګاډو کندې ته له پرېوتو سره سم اور واخیست.