د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاناډا د ایران انقلاب ساتونکی ځواک د ترهګرې ډلې په توګه نومولی دی


د ایران انقلاب ساتونکي ځواک سرتېري د پرېډ یا مارش پر مهال - پخوانی انځور.
د ایران انقلاب ساتونکي ځواک سرتېري د پرېډ یا مارش پر مهال - پخوانی انځور.

کاناډا د ایران انقلاب ساتونکی (سپاه پاسداران انقلاب اسلامي) ځواک د ترهګرې ډلې په نوملړ کې شامل کړی دی او په ایران کې یې مېشتو کاناډایانو ته له هغه هېواده د وتلو سپارښتنه کړې ده.

د کاناډا د عامه خوندیتوب چارو وزیر ډامېنېک لېبلانک دا اعلان د جون پر ۱۹مه په پلازمېنه اټووا (اوټاوا هم بلل کېږي) کې د خبري غونډې پر مهال وکړ او و یې ویل چې د ترهګر سازمان په توګه د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک د نومولو پرېکړه "د خورا قوي او قانع کوونکو شواهدو" پر اساس شوې ده.

نوموړي وویل چې کاناډا "د انقلاب ساتونکي ځواک د ترهګرو فعالیتونو پر وړاندې د مبارزې لپاره ټولې ممکنې لارې کاروي."

د بهرنیو چارو وزیر مېلاني جولي په هم هغه خبري غونډه کې یادونه وکړه چې هېواد یې څو کاله مخکې له ایران سره سفارتي (ډېپلوماټیک) تعلقات پرې کړي ول.

نوموړې له کاناډایانو وغوښتل چې ایران ته دې نه ځي او هغه کسان چې اوسمهال هلته دي، دې "خپل کور ته ستانه" شي.

د ایران فارس خبري اژانس وايي چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د کاناډا پرېکړه غندلې ده.

نوموړي زیاته کړې ده چې تهران د اټووا د اقدام د "متناسب او متقابل ځواب ورکولو حق" لري.

بهر مېشتو ایرانیانو او په یو پرواز کې د وژل شویو کسانو خپلوانو له اوږدې مودې راهیسې غوښتنه کوله چې سپاه پاسداران دې د ترهګرې ډلې په توګه ونوموي.

ایرانیو ځواکونو د ۲۰۲۰ز کال په جنورۍ کې یوه مساپر وړونکې الوتکه له پلازمېنې تهرانه تر الوت لږ ساعت وروسته غورځولې وه. په هغه الوتکه کې د عملې په ګډون سپاره ټول ۱۷۶ کسان وژل شوي ول چې شاوخوا نیمايي یې کاناډایان ول.

ایرانیو ځواکونو وروسته ومنله چې کییف ته تلونکې هغه الوتکه یې په غلطۍ ویشتلې وه.

کاناډا په ۲۰۱۲ز کال کې له ایران سره ډېپلوماټیک تعلقات قطع کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG