د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي راتلونکې میاشت چین ته ځي


روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې په راتلونکې میاشت کې چین ته د سفر پلان لري.

نوموړي دا اعلان د اپرېل پر ۲۵مه په مسکو کې د روسیو صنعتکارانو او سوداګرو د ټولنې غونډې ته په وینا کې وکړه خو نه یې د سفر نېټه وښوده او نه یې په دې اړه نور معلومات ورکړل.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر اتمه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف بیجنګ ته تللی وو.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له لاوروف سره تر لیدو وروسته ویلي ول چې بیجنګ او مسکو په نړیوال ډګر کې ستراتیژیکې همکارۍ پیاوړې کوي.

روسیه پر اوکراین د برید او هلته د جګړې له وجې په اقتصادي او سفارتي ډول د یوازیتوب ښکار دی چې له کبله یې پر چین زیاته تکیه کوي.

چین د سړې جګړې پر مهال د کمیونسټو هېوادونو د ډلې د مشرتابه لپاره د پخواني شوروي اتحاد سیال او مخالف وو.

خو اوسمهال دواړه هېوادونه د سفارتي اړیکو د لا پراخولو په لټه کې دي.

د روسیې د پارلېمان غړو د روانې اوونۍ په پیل کې وویل چې ولسمشر پوتین د مې پر اوومه د خپلې ولسمشرۍ پینځمه دوره پرانیزي.

۷۱ کلن پوتین په مارچ کې په پینځم ځل ولسمشر منتخب شو خو په انتخاباتو کې یې کوم واقعي یا ریښتینی مخالف نه درلود.

پوتین چې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې، پر اوکراین تر پراخې حملې څو ورځې مخکې، بیجنګ ته تللی وو نو هغه مهال دواړو خواوو د "لا محدوده" مشارکت اعلان کړی وو.

تر دې شاوخوا یو کال وروسته ولسمشر شي روسیې ته تللی وو او هلته یې له خپل سیال پوتین سره د ستراتیژیکې همکارۍ زیاتولو په برخه کې یو لړ اسناد او موافقې کړې وې.

د اوکراین جګړه په اروپا کې تر دویم نړیوال جنګ وروسته تر ټولو خونړۍ هغه بلل کېږي چې پکې د روسیې او اوکراین د زرګونو سرتېرو په ګډون ګڼ ولسي وګړي وژل شوي او لکونه بې کوره او کډوال شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG