د دوشنبې په ورځ د افغانستان ، پاکستان او یو شمېر نورو هیوادونو اکثرې سیمې یوې پیاوړې زلزلې ولړزولې.
په پاکستان او افغانستان کې راغلې زلزلې مرګ ژوبله اړولې ده. پر رېښتر پیمانې د دې زلزلې زور ۷،۵ وو نو د زلزلو زور څه مانا لري؟ له دې سره سره اوس د نورو وړو زلزلو د راتګ په صورت کې خلک څه ډول احتیاط کولای شي، دا او نورې پوښتنې مو په امریکا کې له ځمکپوه او څېړونکي ډاکتر عاصم یوسفزي سره څېړلې دي.
د خیبر پښتونخوا د پېښور په پوهنتون کې د طبیعي ناورینونو څانګې استاد ډاکتر امین نواز خان وايي، د اکتوبر د ۲۶مې تر زلزلې وروسته د وړو زلزلو راتګ وېره هم ده. له نوموړي سره پوره مرکه دلته واورئ.
په دې وروستيو کې د افغانستان د جلال اباد يو نوميالي انځورګر، عبدالرب حبيبيار د اتريش يا اسټريا په پلازمينه ويانا کې د خپلو هنري توکيو د نندارتونو له لارې هڅه وکړه چې نړيوالو ته د پښتنو سوله ييزه څېره ورښکاره کړي.
پراګ: د پاکستان وزيراعظم نواز شریف ويلي ، پاکستان نشي کولای چې پر یوه وخت طالبان هم ووژني او هم يې خبرو اترو ته حاظر کړي.
پراګ: د پاکستان وزيراعظم نواز شریف ويلي ، پاکستان نشي کولای چې پر یوه وخت طالبان هم ووژني او هم يې خبرو اترو ته حاظر کړي. وزيراعظم نواز شريف دا څرګندونې د جمعې په ورځ د امریکا د سفر پر مهال په واشنګټن کې د سولې په انسټيټويټ کې یو غونډې ته د وینا په ترڅ کې کړې دي. وزیراعظم نواز شریف زیاته کړې چې ده افغان ولسمشر اشرف غني ته ويلي دي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو په بحالولو کې مرسته کولو ته تيار دی. د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په خپله وينا کې د دې خبرو په اړه نور وضاحت ورنه کړو خو دا له هغه وروسته ده چې امریکا له پاکستانه وغوښت چې په هېواد دننه د طالبانو مرکزونه له منځه يوسي. تر دې يوه ورځ مخکې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف او د امریکا ولسمشر بارک اوباما له يو بل سره تر لیدو وروسته له طالبانو غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره نيغ په نيغ خبرو ته کيني. د افغانستان او امریکا چارواکي باور لري چې که پاکستان غواړي نو په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبولای شي. افغان ولسمشر اشرف غني په وار وار ویلي چې پاکستان د افغانستان په وړاندې له څه باندې یوې لسیزې راهسې نا اعلان کړې جګړه جاري ساتلې ده. د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان وايي چې د افغان ولسمشر اشرف غني له دې څرګندونو هدف دا دی چې ګواکې پاکستان د افغان حکومت پر وړاندې د جګړه کوونکو طالبانو تر شا ولاړ دی. خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې نه یوازې په خپله د ترهګرۍ ښکار دی بلکې ادعا کوي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هلو ځلو ته هم ژمن دی. په دې اړه د ملالۍ بشیر رپوټ دلته واورئ
اسلام اباد: د پاکستان د سند صوبې په جېکب اباد کې یو ځانمرګي برید د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اتلس کسان وژلي دي. چارواکي وايي چې دا ځانمرګی برید د جمعې په ماښام د جیکب اباد پر کوټه سړک د نهم محرم پر ماتمي جلوس شوی دی. تر برید وروسته په جېکب اباد او کراچۍ کې مظاهرې هم شوې دي. د جېکب آباد د پوليسو يوه چارواکي غلام مرتضی نن مشال راډيو ته وويل چې پرون ماښام د شعیه ګانو جلوس تر لاشاري محله تېريدی چې ځانمرګي بريد ورباندې وشو. د سیند صوبې د صحت صوبايي وزير ممتاز جهاکراني خبري رسنیو ته وویل چې په جېکب اباد کې تر ځانمرګي بريد وروسته د زرګونو خلکو په مظاهرو کې له پوليس او روغتيايي چارواکو سره نښتې هم شوې دي. مجلس وحدت المسليمين هم په ټول ملک کې د عاشورې په جلوسونو کې د احتجاج کولو علان کړی. د سږ کال په محرم کې دا دویمه خونړۍ پېښه ده. تر دې وړاندې د بلوچستان د کچي ضلعې د تحصیل باګ په چيلګري سیمې په يوه ځانمرګي برید کې يوولس تنه وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو. باګ تحصیل چې د کوټې جنوب ختیځ لور ته د شاوخوا درې سوه کیلومیترۍ په واټن پروت دی، په کې دا ځانمرګی برید د جمعرات په ماښام شوی. په دې اړه د محمد عمران رپوټ دلته واورئ
د ولسمشر اوباما میرمن مشل اوباما په پاکستان کې د جینکو د تعلیم ودې لپاره د اویا میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړو.
د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې د دې هېواد جنګي الوتکو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خېبر ايجنسۍ د قبايلي سيمې په بېلابېلو برخو کې د وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو استازي وايي، غازي ګلاب جمال به د قامي اسمبلۍ سپيکر څوکۍ ته نوموي. دا خبره د پارلېمان غړي حاجي شاه جي ګل اپریدي تېر ماښام مشال راډیو ته وکړه. دا مهال د پاکستان قامي اسمبلۍ د سپيکر څوکۍ ځکه خالي ده چې ایاز صادق شاوخوا دوه میاشتې مخکې له خپلې دندې استعفا ورکړې وه او د لاهور پر ۱۲۲مې حلقې یې د مسلم لیګ (ن) ګوند له خوا په ضمني انتخاباتو کې برخه اخیستې وه. نوموړی د اکتوبر پر ۱۱مه د انتخاباتو په ګټلو بیا د قامي اسمبلۍ غړی شو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته